د هرات له غم ځپلي ولس سره د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د غم شریکۍ او خواخوږۍ پیغام
الله عزوجل په خپل سپېڅلي کلام کې د مسلمانانو د ورورولۍ په اړه فرمايي:
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ [حجرات: ۱۰آیت]
ژباړه: بېشکه مؤمنان سره وروڼه دي.
دغه راز د مهربان، زړه سواندي او خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث شریف کې راغلي چې:
تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ، وَتَوَادِّهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. [صحیح البخاري]
ژباړه: ته به مؤمنان وینې، چې په خپل منځني رحم، په دوستۍ او په نرمۍ کې د یو بدن په څېر دي، کله چې د بدن یو اندام په درد شي نو ټول بدن ورسره په بې خوبۍ او تبه سره ناآرامه شي.
دا چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د تېرې شنبې ورځې د شدیدې زلزلې له امله ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او د ډېرو نورو کورونه ویجاړ شوي دي؛ د سترې محکمې محترم مشرتابه له خپلو ګرانو هیوادوالو سره ځان په دې لوی غم کې شریک ګڼي او د الله تعالی له سپېڅلي دربار څخه د دې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې شِفاء او د دوی وارثینو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
دغه راز په هیواد کې د ننه او بهر له ټولو خیریه بنسټونو، ملي تجارانو، د اسلامي امارت د محاکمو له مسؤولینو او نورو شتمنو کسانو غوښتنه کوو چې په دې سخت وخت کې د هرات د ولس لاس نیوی وکړي او تر خپل توان پورې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
په درنښت
شیخ عبدالحکیم (حقاني)
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات
