د پکتيکا د استيناف محکمې یوه پلاوي له درېيو ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۱:۱
د پکتيکا د استيناف محکمې یوه پلاوي له درېيو ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې یوه پلاوي له ابتدائیه محاکمو د لیدنو په دوام پرون سه شنبې (۱۰ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د دغه ولایت د وزاېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.

د استیناف محکمې دغه پلاوي چې د یادې محکمې د جزاء دېوان رئیس مفتي محمد عرفان (الهام)، د جزاء دېوان مفتي مولوي عبدالمنان (محق) او د وثایقو امر مولوي عبدالصمد (حامد) يې غړیتوب درلود، د استيناف محکمې د عمومي رئیس په هدايت يادو ولسواليو ته سفر وکړ، هلته يې د دغو ولسواليو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو، مفتيانواو محررینوسره وليدل.

یاد پلاوي د محاکمو د حاضريو کتابونو، د وثایقو کتابونو، اندراج کتابونو، صادرې او واردې د دفتر له کتلو وروسته  يوه نسخه د فيصلو  هم مطالعه کړه، دغه راز يې د محاکمو مسؤولینو ته د اړوند چارو د ښه ترسره کولو،  د مشرتابه مقام او د سترې محکمې د فرمانونو د تطبيق په اړه لازم هدايات وکړل.

د يادو محاکمو محترمو رئیسانو، مفتیانو او نورو غړو د پلاوي له ورتګ څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ځينې مهم مسایل له یاد پلاوي سره شريک کړل چې الحمدلله مناسبې حللارې ورته پيدا شوې.

د استيناف محکمې پلاوی له لاسته راوړنو د دغه ډک درې ورځني سفر وروسته بېرته مرکز ته راستون شو .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۹۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۶ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر   ۲۹ / ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۹۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۳۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۰). . .

بیا په خبرونو کی