د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د زرمت او روحاني بابا له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۸
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د زرمت او روحاني بابا له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۱مه نېټه د پکتیاولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) او ورسره مل پلاوي هر یوه مولوي عبدالرحمن (زاهد) د جزا دېوان عضو محرر، مولوي حمدالله (حمیدي) د امنیت عامه دېوان عضو مفتي او قاري میرزامحمد (رشیدي) د تحریراتو آمر د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

په دغه  لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو پر قضاتو سربېره له ولسوال صاحبانو، امنیه قوماندانانو، د امربالمعروف مدیرانو او نورو اړوند مسؤولینو سره وکتل.

‎ وروسته یې د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو محترمو رئیس صاحبانو، مفتیانو او محرر صاحبانو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې، د هغوی قضائي او اداري اجراآت یې له نږدې وکتل.

د لیدنې په جریان کې د مرافعه محکمې رئيس دحاضرۍ، د متحدالمآل مکتوبونو، د مفتي فتوا ورکولو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې، د قضائي او اداري امورو د لابهبود توصیه یې ورته وکړه.

ورپسې د مرافعه محکمې پلاوي په جزائي، حقوقي، مختلف النوع وثایقو او نورو اداري کارونو په اړه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دیادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو محترمو قاضي صاحبانو د مرافعه محکمې د رئيس او ورسره مل پلاوي څخه مـنـنه وکړه او ابتدائیه محاکمو ته د دوی سفر یې د چارو د بهبود په موخه ډېرګټور وباله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

بیا په خبرونو کی