د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د ټولو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۱۸
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د ټولو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په مشرۍ د یاد ولایت د ټولو ابتدائیه محاکمو د رئیس صاحبانو ترمنځ  په (۴ /۲ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه اداري ناسته ترسره شوه.

یاده اداري ناسته د خوشامند ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس محترم مولوي عبدالطیف «رشاد» لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

د یادې اداري غونډې چې ترډېره په کې په قضائي برخه کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وشوې په پیل کې د پکتیکا د محاکمو عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې ستاسو موجودیت او ملاتړ ماته مهم او دقدر وړ دي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د اسلامي نظام د اهمیت په اړه قضاتو ته وویل چې دا نظام د مجاهدینو په تکلیفونو او د شهیدانو په وینوسره په داسې شکل راغلی چې د افغانستان لوېشت ــ لوېشت خاوره په وینو سره او په هرکور کې کونډې او یتیمان شتون لري؛ نو اوس باید د نظام ساتنه وکړو.

ورپسې یې قضاتو ته د اطاعت په اړه لنډې خبرې وکړې  زیاته یې کړه چې فیصلو او موضوعاتو ته باید په وخت سره رسېدنه وشي، په موضوعاتو کې دې دقیقه څېړنه وشي او په جزائي موضوعاتو کې دې په حقوق الله برخه کې د مجرم جرم ته په کتوسره باید مجرم ته تعزیر ورکړل شي؛ ترڅو د عامو مسلمانانو لپاره عبرت وګرځي.

په غونډه کې ځینې ستونزې او مشکلات بیان شول چې الحمدلله تر ډېره ورته رسېدنه وشوه.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی