د کابل د مرافعه محکمې د عمومی رئیس او د ښاري محاکمو رئیسانو ترمنځ  اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۴:۳۲
د کابل د مرافعه محکمې د عمومی رئیس او د ښاري محاکمو رئیسانو ترمنځ  اداري غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۲۲مه  نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په دفتر  کې  د دې محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور(رشاد آخندزاده) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو د څلورو زونونو محترمو رئیسانو په کې ګډون درلود، دوسیو ته په چټکه توګه د رسېدنې، دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د نوبت مراعتولو، د کارکوونکو پام  په جدي توګه خپلو کارونو ته  اړولو او ځینې نورو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه؛  ورپسې ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشادآخندزاده) د غونډې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته د یاد مجلس پر اهمیت خبرې وکړې او وویل، د داسې غونډو هدف دا دی چې محاکم به په اجراآتو کې خپلې ستونزې مشخصې او یادو ستونزو ته د حل لارې چارې  وموندل شي، په ټاکلي وخت د دوسیو د حل او فصل لپاره پر اصولي لارو بحث وشي او د کارکوونکو د کار کمیت او کیفیت معلوم شي.

وروسته د محاکمو ښاغلو رئیسانو په نوبت په اجراآتو کې د لا بهبود په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

غونډه د مرافعه محکمې د رئیس لخوا تر ځینو هدایاتو شریکولو وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی