د کابل د مرافعه محکمې رئيس د يوه پلاوي په مشري له یو شمېر ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۴۲
د کابل د مرافعه محکمې رئيس د يوه پلاوي په مشري له یو شمېر ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

 

 

د ۱۴۴۴ هـ. ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۹مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده" د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د رئیس ښاغلي مولوي عبدالله "اسرار" او د مرافعه محکمې د عمومي ریاست د تحریراتو د عمومي مدیر ښاغلي عنایت الرحمن "صافي" په ملتیا د دغه ولایت د شکردرې، استالف، کلکان او میربچه کوټ ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له ورځنیو چارو څخه د څارنې او کنټرول په موخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې دغه پلاوي د ذوالقعدې په نهمه نېټه د یادو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته په ورتګ سره د محاکمو د قضائي او اداري چارو تر څېړلو وروسته شته نيمګړتياوې په ګوته او د حل په موخه يې اړوند مسؤولینو ته بشپړې لارښوونې وکړې.

د اجراآتو تر څېړلو وروسته یې په جلا ـ جلا ډول د یادو محاکمو له مسلکي غړو او د حقوقو له مدیرانو سره ناستې وکړې.

په غونډو کې د حقوقو مدیرانو ته لارښوونې وشوې چې خپلې چارې دې له محکمې سره په همغږۍ ترسره کوي او د اړتیا پر مهال دې له محکمې څخه لارښوونه غواړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی