د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د ۴ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او نظارت خانو څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۰:۵
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس د ياد ولايت د ۴ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او نظارت خانو څخه ليدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۲مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبېح الله (ساجد) او د تحريراتو عمومي مدير عنایت الرحمن (صافي) د کابل ولایت د شکردرې، ګلدرې، فرزې او استالف ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو د څارنې په موخه لیدنه وکړه. 
د ليدنې په پيل کې ياد پلاوي د هرې محکمې دوه، دوه دوسيې او د يادو محاکمو اړوند د حقوقو مدیریتونو ټول اداري کتابونه وکتل، ياد پلاوي د لیدنې پر مهال په دې محاکمو کې د اجرا شویو او تر کار لاندې دوسیو ارقام له ځان سره یاداشت کړل.
محترم مفتي ساجد د یادو محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د نوبت مراعتول په جدي توګه په پام کې ونیسئ.
‏ د يادې ليدنې په وروستيو کې محترم ساجد د شکردرې د قضائي غړو په ملتيا د یادو ولسوالیو عمومي نظارت خانو ته ورغلل، د نظارت لاندې کسانو د ساتنې ځایونه یې له نږدې وکتل، د یادو کسانو ستونزې یې واورېدې، هغوی ته یې د اسانتیاوو برابرولو په موخه ځینې لارښوونې وکړې او محاکمو ته یې هدایت وکړ چې د نظارت لاندې کسانو دوسیو ته باید په چټکۍ سره رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی