د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت د حقوقو له ریاست څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۵:۱۰
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت د حقوقو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه نېټه د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده)‎ د دغه ولایت د حقوقو ریاست د څلورو ښاري زونونو د آمریتونو او اطرافي آمریت  څخه  لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې عمومي رئیس حقوقو ریاست ته په ورتګ سره د هر آمریت د دفترونو او کاري اجراآتو تر کتلو وروسته د کارکوونکو ستونزې واورېدې او کارکوونکو ته یې هدایت وکړ چې ټول کارکوونکي مکلف دي خپلې دندې د شریعت مطابق ترسره کړي او مراجعینو سره ښه چلند وکړي.

په پای کې د مرافعه محکمې رئیس وویل، د کارکوونکو د شته ستونزو د حل په برخه کې به پوره هڅه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی