د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د یادې محکمې توقیف خونې څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۹:۴۰
د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د یادې محکمې توقیف خونې څخه د څارنې په موخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس مولوي عبدالشکور " رشاد آخندزاده " صاحب او د مرافعه محکمې د تحریراتو اداري مسئول ښاغلي عنایت الرحمن "صافي، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې په ۲۵مه نېټه د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې او د یادې محکمې توقیف خونې څخه د څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه.
په پیل کې د نشه یې توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې قضایي چارې د ښاغلي مولوي رشاد اخندزاده صاحب او اداري چارې د ښاغلي صافي صاحب لخوا وکتل شوې؛ د څارنې وروسته د موجوده ستونزو د هواري په موخه هر اړخیزې لارښوونې وشوې او د کارمندانو ښه اجراآت وستایل شول.
د یادې محکمې د اجراآتو له څارنې وروسته  ورغلي پلاوي د یادې محکمې مشرتابه په ملتیا د دې محکمې توقیف خونې ته د څارنې په موخه ورغلل او توقیف خونې کې توقیف شويو کسانو سره یې وکتل، د هغوی د غوښتنو د اورېدو وروسته د ښاغلي مولوي رشاد اخندزاده صاحب لخوا د نشه یې توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې مشرتابه ته هدایت وشو، چې د توقیف شویو کسانو غوښتنو ته دې د شریعت مطابق  ژر تر ژره رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی