د کندهار د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ د دېوانونو د رئیسانو سره غونډه ترسره شوه
سه شنبه ۱۴۴۵/۱/۸ ھ ق نېټه د کندهار د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د ياد ولايت د مرافعه محکمې د عمومي رئيس شيخ عبدالغفار بحر په مشرۍ د دېوانونو د رئيسانو غونډه وشوه، ياده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې د دېوانونو رئيسانو، د ثبت اسناد او وثایقو آمر، او د تحریراتو رئيس هم ګډون درلود.
غونډه د معمول سره سم د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په یو لړ قضائي موضوعاتو بحث او د شرعي اصولو مطابق څېړنه وشوه، چې په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د غونډې په پای کې (۲۰)دُرې چې له مخکې څخه جوړې شوې وې، محاکمو ته يې د توزیع هدایت وشو، ترڅو محاکم د تعزیر بالضرب فیصلو د تطبیق په موخه یادې دُورې د شریعت د اصولو مطابق وکاروي.
غونډه ددعا په ویلو پای ته ورسیده.
