هلمند کې د محاکمو یو شمېر قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۱:۲
هلمند کې د محاکمو یو شمېر قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

د سه شنبې په ورځ (۲۲ /۱ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس مولوي محمد نبي (حماس) صاحب په مشرۍ د یادې محکمې د ټولو دېوانونو قضاتو، د ښاري محکمې د ټولو دېوانونو قضاتو او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو یوازې محررینو ته درې ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

دغه سیمینار د هلمند ولایت د محاکمو اړوند یادو قضائي غړو ته د قضائي او اداري کارو د ښه پرمختګ، په معیاري ډول د فیصلو لیکلو او د خلکو ستونزو ته په وخت د رسېدنې په موخه جوړ شوی و.

د یاد سیمینار په پای غونډه کې د هلمندولایت مرستیال والي الحاج مولوي عبدالرحمن (کندوزي ) صاحب، د استخباراتو رئیس صاحب، امنیه قوماندان صاحب او د فرامنیو او تعقیب رئیس صاحب ګډون درلود.

په یاده غونډه کې لومړی مولوي محمدنبي (حماس) صاحب د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه او توصیه یې وکړه چې د خلکو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي او د دغه زورېدلي ملت د فیصلو د ځنډېدو مخنیوی وکړي؛ ترڅو د خلکو مشکلات حل او ستاسو د دنیا او اخرت سعادت په برخه شي.

ورپسې د هلمند مرستیال والي د غونډې ګډنوالو ته وینا وکړه وویل، موږ شپه او ورځ ستاسو د اجراآتو لپاره په خدمت کې یو، تاسو (قضات) د اسلامي امارت د بنیاد یاست او تاسو همېشه کوښښ وکړئ چې عدل او انصاف تامین کړئ او د دغه ملت یتیم،کونډې اوعام خلک موږ او تاسو ته سترګې په لار دي، له موږ څخه هیلې او ارزوګانې لري چې د ظالم مخنیوی وکړو او حق حقدار ته ورسوو.

نوموړي زیاته کړه ملت له موږ سره بې شمېره قربانۍ ورکړې،کومکونه او خدمتونه یې کړي دي، باید قدرداني یې وکړو.

یاده غونډه د ښاري محکمې د رئیس لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

   

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی