پکتیا ولایت کې پنځو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۲:۳۹
پکتیا ولایت کې پنځو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن شنبه (۷ /۶ /۱۴۴۴هـ ق) نېټه پکتیا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو مجرمینو ته د اخلاقي فساد او غلا په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره مجاهدینو، مشرانو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې علماوو او شیوخ کرامو د بېلا، بېلا موضوعاتو اړوند بیانونه وکړل، د شرعي احکامو پر تطبیق یې خوښي وښوده وویل، مجرمینو ته د تعزیري سزا تطبیق به په ټولنه کې د اخلاقي فساد، غلا او نورو جرایمو مخه ونیسي.

دغه راز له حاضرینو سره د مجرمینو د قضیو خلاصه شریکه شوه او مجرمینو ته د محکمې د فیصلې مطابق د تعزیري سزا له ورکولو وروسته غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې یادو مجرمینو چې دوسیې یې د ښاري ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې، له زور او جبر پرته په خپلو جرایمو اعتراف او اقرار درلود او د محکمې په پرېکړه راضي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی