کابل کې څلور تنو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۲
کابل کې څلور تنو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن پنجشنبه د (۲۸ جمادی الثانيه ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان لخوا څلور تنو متهمينو ته د نامشروع اړيکو په جرم ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
ياد کسان يو کال مخکې د کابل ښار د ابتدائيه محکمې له لوري په يو کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ درو محکوم شوي وو.
 د محکمې ياده پرېکړه د سترې محکمې د محترم مقام له تائيد وروسته نن ورځ په عام محضر کې پر متهمینو  تطبیق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی