د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۲
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۹۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۱۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۶۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۹۷) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۲) دوسیې فیصله شوې، (۵۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت مرافعه محکمې سرپرست رئيس محترم مفتي عبدالقيــــــوم (صاحب زاده) په مشرۍ  د عدليې، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، د فرامينود تعقيب او نظارت، علماوو شورا او امر بالمعروف، نهی عن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

بیا په خبرونو کی