د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۵۳
د نورستان ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د دېوانونو د رئیسانو، قضائي غړو، د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو په ګډون په ۱۹ /۴ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري ناسته وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئیس، د وانت وایګل ولسوالۍ مفتي عبدالرزاق او د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد سعید (احمدي) په بېلا، بېلو موضوعاتو هر اړخيزې خبرې وکړې.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئیس وويل، مسؤولیتونو ته د شریعت په رڼا کې رسېدنه کوئ، نوموړي د حاضرۍ پر پابندۍ، په ټاکلي وخت قضایاوو ته پر رسېدنه، له مراجعینو سره پر ښه چلند، اجراآتو کې پر شفافیت او د شرعي اصولو په مراعاتولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د يو شمېر موضوعاتو په تړاو هر اړخيزې خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی