د کابل ولايت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۳۹
د کابل ولايت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) او د جزا دېوان سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالرازق (عدالت) په ډېرو هڅو، ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۹ /۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع په ۱۴۴۳هـ ق نېټه د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند ساحه کې ترافیکي پېښه کې رامنځته شوې وه، مرافعه محکمې ته له راجع کېدو وروسته د یادې محکمې مسؤولينو دواړه لوري سولې ته وهڅول او جانبینو هم سولې ته غاړه کېښوده.
وروسته ياده موضوع د يوې غونډې په ترڅ چې قومي مشرانو، سپين ږیرو، د قاتل او مقتول وارثينو په کې ګډون درلود؛ حل او فصل شوه، د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی