د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي محمد ایوب (قلم) او ورسره مل پلاوي د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د مرورې او سرکاڼو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د یادو محاکمو مسؤولینو لخوا د مرافعه محکمې پلاوي راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست وویل شو؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئیس د یادو محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو څخه د ليدنې ترڅنګ په يو شمېر موضوعاتو تفصيلي خبرې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د مراجعينو ستونزو ته د ښې رسېدنې، د چارو د لا ښه والي، د وثيقو د دقت او اصلاح، عرايضو او د سترې محکمې د متحدالمآلونو د تطبيق په موخه اړوند مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، زموږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنې په موخه دي او په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو د څارنې، ستونزو د حل او د هېوادوالو د اواز اورېدو په موخه دوام لري، ترڅو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.
د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د حاضرۍ په پابندۍ، قضایاوو ته په خپل وخت رسېدنې، د مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۳۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو او وثايقو آمریت په دوو اونيو کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د ميدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د عمدي قتل له امله رامنځته شوې د قتل موضوع په ۴/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د میدان وردګ ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۸
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۱۰) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۳۱۰) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی