د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۰
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، مفتيانو، محررينو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون په ۴/۷/۱۴۴۶ هـ  ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې عمومي رئيس له اجنډا سره سم ګډونوالو ته مهمې سپارښتنې او لازمې لارښوونې وکړې او مسؤولينو ته يې په خطاب یې وويل، له مدعي او مدعي علیه سره به د شرعي احکامو په رڼا کې چلند کوئ، خلک سولې ته وهڅوئ، د قضاء حيثيت وساتئ او ځانونه د قضاتو په اوصافو او آدابو باندې پوره برابر کړئ.
نوموړي زیاته کړه، د مدعي او مدعي عليه دواړو حالت او کړنې پوره وڅارئ او د يوه اړخ له کړنو مه اغېزمنېږئ، د هر دېوان رئيس بايد خپلو ماتحت کسانو ته هدايت وکړي چې له مراجعينو سره ښه او غوره چلند وکړي.
 غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی