په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۴۳
په ننګرهار ولايت کې (۱۱) مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

 
د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان، د غني خېلو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې او د سرخرود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړو له مخې د يوې ښځې په ګډون يوولس مجرمينو او متهمينو ته د زنا، لواطت او نامشروع اړيکو په جرم د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹ مه او ۱۱مه نېټه په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د جزا دېوان او ابتدائيه محاکمو د یادو کسانو له ډلې اووه مجرمين له ۳۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا، يوه متهمه پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درې متهمين پر ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې يادې پرېکړې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوې.

د یادو تعزیري سزاګانو د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس، د یاد ولايت د نورو امارتي ادارو مسؤولينو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس وويل، مؤمنان ټول سره ورورڼه دي، تعزیري سزا د الله تعالی حکم دی او د الله تعالی رضاء لپاره به په خپلو وروڼو هم تطبيق کوو.
نوموړي زیاته کړه د ننګرهار ولايت ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو، چې څوک ستاسو په مال یا حرمت تجاوز وکړي، په هغو به د شريعت په رڼا کې د الله تعالی حکم تطبیقوو.
غونډه پر مجرمينو او متهمينو د تعزیري سزا له تطبيق وروسته د دعاء پر لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د ميدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د عمدي قتل له امله رامنځته شوې د قتل موضوع په ۴/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د میدان وردګ ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۸
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۳۱۰) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له ( ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۳۱۰) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۲:۶
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۵۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی