د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په ورځ (۲۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د لوګر ولایت د محاکمو له کارونو او چارو څخه لیدنه وکړه.
د سترې محکمې قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب په پیل کې د لوګر ولایت په مقام کې د دغه ولایت مسئولینو ته د محاکمو کاري بهیر روښانه کړ، نوموړي د اسلامي امارت د ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ په را منځته کولو ټينګار وکړ وویل، دغه نظام د ډېرو قربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی دی، موږ باید خپله دنده استحقاق نه؛ بلکې یو دروند مسئولیت وګڼو.
ورپسې د لوګر ولایت والي محترم مولوي انعام الدین (صلاح الدین) د ولایت د مسئولینو په استازیتوب، د سترې محکمې دغه لوړ رتبه هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د لوګر ولایت د امارتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ ورکړ وویل، د لوګر ولایت د بېلا بېلو امارتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او همکاري موجوده ده او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه به دغه همغږي لا پیاوړې کړي او د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ پر دوام يې ټینګار وکړ.
دغه راز د ولایت د مسئولینو له لوري ځينې ستونزې او غوښتنې د سترې محکمې له هیئت او وروسته د محاکمو له مسئولینو سره شریکې شوې، څو د هرې موضوع د حل او د چارو د ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د ليدنې په دوام د سترې محکمې قضائي مرستيال د لوګر ولایت قاضیانو او اړوندو مسئولینو ته د محاکمو د چارو، د قضائي بهیر د لا ښه تنظیم او له مراجعینو سره د مناسب چلند په اړه خبرې وکړې.
همداراز د محاکمو مسئولینو ته ټینګار وشو، چې قاضیان باید د خپلو سپېڅلو قضائي مسئولیتونو د ترسره کولو پر مهال له بشپړ اخلاص، تقوا، عدالت، حوصلې او ښو اخلاقو څخه کار واخلي او د خلکو د حقونو په ساتنه کې هېڅ ډول بې پامي ونه کړي.
شیخ صاحب په خپلو خبرو کې زیاته کړه، قاضي باید د مظلوم د حق مدافع وي او د ظالم پر وړاندې د عدالت دریځ خپل کړي، د محکمې فضاء باید داسې وي، چې هر مظلوم په ډاډ سره وکولای شي خپل حق او ستونزه بیان کړي؛ داسې حالت باید رامنځته نشي، چې خدای مه‌کړه ظالم په محکمه کې ځان پیاوړی احساس کړي او مظلوم د خپل مظلومیت له بیانولو څخه وېره ولري.
محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب د محاکمو مسئولینو ته وویل، له مراجعینو سره په نرمۍ، حوصله او ښو اخلاقو چلند وکړئ، د خلکو خبرې په دقت واورئ او د قضائي چارو په ترسره کولو کې د عدالت، امانتدارۍ او بې‌طرفۍ اصول په بشپړ ډول رعایت کړئ.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر اساسي موخه د لوګر ولایت د محاکمو د چارو له بهیر څخه له نږدې لیدنه، د چارو د لا ښه‌والي په موخه له اړوندو مسئولینو سره خبرې او د امارتي ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی