د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۹۷۶) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۲۰۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۵۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۴۲۲) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۰۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۴۳۶) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۶) دوسیې فیصله شوې، (۸۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی