د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د چهارچينو او دهراود ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲۵
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د چهارچينو او دهراود ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د مرافعه محکمې مدني دېوان مفتي مولوي عبدالباري، د حقوقو آمر مولوي الله داد (عابد)، د یاد ریاست اجرائيه مدیر محب الله (نظری) په ملتيا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۶مه او ۲۷ مه نېټه د چهارچینو او هراود ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
 د مرافعه محکمې عمومي رئیس په یاده لیدنه کې د چهارچینو او دهراود ولسوالیو ابتدائیه محاکمو رئیسانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته د قضائي او اداري چارو د ښه ترسره کولو په برخه کې لازم هدایات وکړل وویل، د خلکو عرایضو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او د خلق الله کارونه دې په شفاف ډول په خپل وخت حل او فصل شي.
دغه راز نوموړي قضائي او اداري پرسونل ته د مراجعینو سره پر ښه سلوک، یو د بل په چارو کې مداخله نه کول، د فیصلې د ابلاغ او په خپل منځ کې د اتحاد او يووالي اړوند هم لازم هدایات او لارښوونې وکړې.
ورپسې یاد پلاوي د صادرې، واردې، رسیداتو، اندارج، عرایضو د ثبت او حاضرۍ کتابونه او جلب پاڼې وکتلې او په اړه يې اداري کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د یادو ولسواليو له محبسونو ليدنه وکړه؛ د بندیانو غوښتنې يې واورېدې او ورته يې اصلاحي خبرې او بیان وکړ.
همداراز یاد پلاوي د نورو امارتي ادارو له مسؤولینو سره هم وکتل او په بېلا بېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې او بحث وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

بیا په خبرونو کی