د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۹
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۱۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۳۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۶) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۱۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۶). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه هیئت په ملتیا د څلورو ولایتونو د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

د کابل زون نظامي محکمې عمومي رئيس د باګرام له زندان څخه ليدنه وکړه

 د کابل زون نظامي محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ الله نظر (ثاقب) او ورسره مل څلور کسیزه هيئت؛ په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د باګرام له زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د بندیانو. . .

بیا په خبرونو کی