د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ۷۵ کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زدهکړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو
د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې او اجراآتو ارزونې ریاست له لوري، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او روزنیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۳مه نېټه، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو (۷۵) کارکوونکو ته د انګلیسي ژبې د زدهکړې اوږدمهاله ښوونیز پروګرام پیل شو.
په دغه ښوونیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د متخصصو او مسلکي ښوونکو له لوري د انګلیسي ژبې زدهکړې په دوو (منځنۍ او لوړې) سطحه کې تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه پروګرام موخه د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو د کارکوونکو د انګلیسي ژبې د مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړول دي.
