د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د آب بند ولسوالۍ اړوند د (دالانو) په کلي کې رامنځته شوې وه او يو کس په کې وژل شوی و.
ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ د مقتول کورنۍ سولې ته وهڅول شول او دوی هم قبوله کړه.
په یاده موضوع کې د قاتل کورنۍ د مقتول وارثينو ته څه اندازه پيسې ورکړې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
