د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور
دار الافتاء ریاست په درېیمه ربعه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه (۱۴) شرعي فتواوې صادرې کړې؛ چې له یادو فتواوو څخه د ټولو محاکمو قاضیان او قضائي غړي د شرعي لارښوونې په موخه استفاده کوي او د قضایاوو د حل او فصل لپاره مستند شرعي بنسټ جوړوي.
