د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه هیئت په ملتیا د څلورو ولایتونو د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۲۷
د سترې محکمې د امنیتې او اجرائيوي چارو رئیس د یوه هیئت په ملتیا د څلورو ولایتونو د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه

د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۹مه نېټه د اتم زون [کندوز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو] د نظامي او ملکي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو څخه د څارنې په موخه یادو ولایتونو ته سفر وکړ.
محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) او مل هیئت د یاد سفر پر مهال د اتم زون د محاکمو له رئیسانو، مسوؤلینو او مجاهدینو سره د لیدنې تر څنګ، د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو له چارو څخه څارنه وکړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او ریاست الوزراء عالي مقام د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تطبیق، د امیر د اطاعت، جماعت لمانځه د پابندۍ، پر نبوي سنتو د خپل صورت او سیرت د برابرولو، په خپل منځ کې د اتحاد، شفقت کولو او اختلاف څخه د ځان ساتنې، په رسمي اوقاتو کې د مشخص نظامي لباس اغوستلو او له مراجعینو سره د نېک چلند ترسره کولو په برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز نوموړي د یادو محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو مسؤولینو او مجاهدینو ته هدایت وکړ، چې د اړوندو محاکمو له رئیسانو سره په مشوره او پوره همغږۍ خپلې چارې تنظیم او ښه خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د رئیس دغه درې ورځنی رسمي سفر د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی