د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
 غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمي رئيس خبرې وکړې وویل، ټول کارکوونکي مکلف دي، چې له مراجعینو سره د اسلامي او انساني اصولو مطابق په ښو اخلاقو، حوصلې او درناوي مناسب چلند وکړي، د هغوی ستونزو ته په دقت غوږ ونیسي او د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې ورته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د عدلي او قضائي ادارو حیثیت او اعتبار خوندي پاتې شي.
نوموړي زیاته کړه، هر کارکوونکی، که مفتي وي، قضائي محرر وي، مسلکي محرر وي او یا هم بل اداري کارکوونکی، باید یوازې د خپلو ټاکل شویو دندو او مسؤولیتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي او د نورو برخو په چارو کې له غیر ضروري مداخلې څخه ډډه وکړي، ترڅو اداري چارې په منظم او اغېزمن ډول پر مخ ولاړې شي.
دغه ‌راز کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه، چې له هغو اشخاصو او حلقو سره له نږدې اړیکو څخه ډډه وکړي، چې په ټولنه کې د بد شهرت او ناسمې سابقې لرونکي وي؛ ځکه دغه ډول اړیکې د شخصي او اداري اعتبار د زیانمنېدو سبب ګرځي او د ادارې حیثیت ته هم زیان رسوي.
همدارنګه په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې د بندیانو دوسیو ته باید په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او اړوند قضائي او اداري مراحل یې له ځنډ پرته بشپړ شي، هغه بندیان، چې د قانون او محکمې د حکم له مخې یې د خوشې کېدو وخت رارسېدلی وي، باید پر خپل ټاکلي وخت خوشي شي، ترڅو د چا حق ضایع نه شي او د عدالت د تأمین اصل په سمه توګه عملي شي.
د غونډې په وروستيو کې پرېکړه وشوه، چې د استفتاء د ترتیب او وړاندې کولو پر مهال باید موضوع په واضح ډول تشرېح شي، ترڅو له هغې څخه اصلي مطلب او مقصود په سمه توګه اخذ شي.
مسلکي محررینو ته سپارښتنه وشوه، چې د قضیو د اندراج او ثبت پر مهال پوره دقت او توجه وکړي، ترڅو د اسنادو او معلوماتو په ترتیب او ساتنه کې د هر ډول تېروتنې مخه ونیول شي.
په پای کې ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو د جدي عملي کولو سپارښتنه وشوه او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی