د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۵۴
د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر ملا عنایت الله (ساجد) یې غړیتوب درلود، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
ياد هيئت د ابتدائیه محکمې له قضائي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه، قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د مرافعه محکمې رئيس له‌خوا لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محکمې قضائي غړو ته هدایت وکړ، چې د حقوقو عمومي مدیریت سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړئ.
د ليدنې په وروستيو کې د ابتدائیه محکمې صادرې شوې فیصلې او قرارونه وکتل شول، د کارکوونکو له حاضرۍ څخه لیدنه وشوه او د کار پر شفافیت، اصولو او دقت باندې ټينګار وشو، ترڅو خلک له بې‌ځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د میزانې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت ابو المنذر (زاهدي) په مشرۍ يوه هيئت، چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مفتي محمد هارون (خطاب)، د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۳۱
Background image

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱. د قضاء او ولس (۴) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې طرزالعمل کتاب د قوانینو په چوکاټ کې ترتیب. . .

بیا په خبرونو کی