د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو (۷۰) کلنه شخړه حل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۱
د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو (۷۰) کلنه شخړه حل شوه

د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د دوو کلیو ترمنځ د ویالې په سر (۷۰) کاله مخکې رامنځته شوې شخړه او جنجال، په ۱۹/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او فصل کړه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته له راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ دواړه طرفونه د سولې له لارې د شخړې حل ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
ورپسې یاده موضوع د ابتدائیه محکمې، نورو امارتي ادارو مسؤولينو او قومي مشرانو په شتون کې حل او د دوو قومونو ترمنځ لویه شخړه رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۸) دوسيو ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۹:۳۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۷۳۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۹ /۱ / ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۷۳۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د عمومي رئيس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، مسلکي محررینو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په ۵/۱. . .

بیا په خبرونو کی