د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۲۱
د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د مفتي حامد (محمدي) له‌خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو د چارو د لا ښه تنظیم او د قضائي اجراآتو د اغېزمنتیا او د کارکوونکو د سیرت او صورت او نورو اړینو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې او هدایات وړاندې کړل.
دغه راز په دې ناسته کې د مرافعه محکمې رئیس د قاضي صاحبانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او د حل او فصل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې، څو د محاکمو چارې په منظم، اغېزمن او اصولي ډول ترسره شي.
غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۶۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضي. . .

بیا په خبرونو کی