د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۱۶
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتی په ۲مه نېټه، د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس د یادې محکمې د دېوانونو قاضي صاحبانو او منسوبینو سره په ليدنه کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت او ځیرکتیا سره په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ، کوم خلک چې تاسو ته مراجعه کوي له هغوی سره نېک او اسلامي چلند وکړئ، خبرې او شکایتونه یې په صبر، زغم  او پراخې حوصلې سره واورئ.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د ښاري ابتدائیه محکمې د قضائي او اداري منسوبینو غوښتنې او اړتیاوې واورېدې؛ د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

بیا په خبرونو کی