د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۴
د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبیح‌الله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د قره‌باغ، شکردرې، ګلدرې، کلکان او میربچه‌کوټ ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په یادو لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسیداتو کتابونه وکتل.
د ليدنې په دوام محترم مفتي ساجد د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او په دې اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
په دې سربېره د مرافعه محکمې رئيس د قره‌باغ او شکردرې ولسوالیو له نظارت خونو لیدنه وکړه؛ د متهمینو غوښتنې او مشکلات یې واورېدل او محاکمو ته هدایت وشو، تر څو ژر تر ژره د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی