د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د عدلیې وزارت له پلاوي سره وکتل
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي سره، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي محمد رحیم (نعماني)، د یاد ولايت د عدلیې ریاست رئیس مولوي فتح الله (فاتح)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو ګډون درلود.
په پیل کې د عدلیې وزارت مدافع وکیلانو رئیس مولوي جان محمد (طلحه) وینا وکړه او مهم موضوعات يې له ګډونوالو سره شريک کړل.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دوی ته يې ډاډ ورکړ چې الحمد لله د یاد ولايت په ټولو ادارو کې همغږي موجوده ده او کارونه په سمه توګه روان دي.
نوموړي زیاته کړه، کوم موضوعات چې مونږ سره شریک شول، الحمد لله مونږ په دې برخه کې کومه ستونزه نه لرو، ځکه چې په دې ولايت کې د وکيلانو لپاره سیمينار جوړ شوی و او د مونږ قضائي ملګرو هم د درس لپاره د استاد په حيث په کې ګډون درلود، که کوم ځای ستونزه راتله، نو مونږ به يې په همغږۍ سره حل او فصل کوو.
دغه راز د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس هم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د موضوع په اړه يې دوی ته ډاډ ورکړ، چې زموږ کارونه سم روان دي، ځکه د مونږ ترمنځ قوي همغږي موجوده ده او ټول کارونه په همغږۍ سره په مخ وړو.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس په دعاء پای ته ورسېده.
