د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۰
د کابل ولايت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۱۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱۶/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۱۲) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۸) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) دوسيې فيصله شوې، (۹) مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۵) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۵) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيې فيصله شوې، (۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۷) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵) دوسيې فيصله شوې، (۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۲) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی