د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۱۱۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۸
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۱۱۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۳ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې  پورې د (۱۱۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی