د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۳۰مې څخه د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې تر ۸مې نېټې پورې، د یاد ولایت (۱۵) ولسواليو ابتدائيه محاکمو ته د قضائي او اداري اجراآتو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
 د مرافعه محکمې رئيس او ورسره مل هيئت د یادو محاکمو د قضائي او اداري کړنو تر کتلو وروسته اړوند قضائي او اداري مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې وویل، چې د تېر په څېر خپلو دندو ته په ټاکلي وخت حاضرېږئ، له بې‌ځایه غیرحاضریو ډډه وکړئ او دوسیې په ټاکلي وخت فیصله کوئ.
په دې سربېره د مرافعه محکمې پلاوي د محاکمو  قضائي، حقوقي او اداري کارکوونکو ته د محاکمو د وقار، حیثیت او بې‌طرفۍ د ساتلو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز یاد هيئت د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو قاضیانو ته له بنديانو سره د اصولو مطابق د چلند کولو توصیه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي محمد رحيم (نعماني)، قاضي صاحبانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

بیا په خبرونو کی