هلمند ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۴۱
هلمند ولايت کې څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

 د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم مياشتې په ۲۵مه نېټه د هلمند ولايت د مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان لخوا د لواطت، غلا او نامشروع اړیکو په تور څلورو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه. 

د یادو متهمینو په تړاو د اړوند محکمې فیصلې تر قطعي کېدو وروسته د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونیت لخوا هم تایید شوې وې.

متهمینو ته د تعزیري سزا د حکم د تطبیق پر مهال د هلمند د مرافعه محکمې رئیس، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د محاکمو قضائي او اداري غړو او عامو خلکو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې متهمینو هم د محکمې پر حکم قناعت درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۴۵
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ  ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۱/۱ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل او فصل شوه.
د کابل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۲۲). . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان د یوه پلاوي په ملتیا د غزني زون نظامي او ملکي محاکمو اړوند امنیتي او اجرائیوي قطعاتو له چارو لیدنه او نظارت وکړ

د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندان محترم الحاج مولوي مطیع الله (فاروقي) د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د ریاست او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی