په خوست ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۹
په خوست ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

په ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د خوست ولایت د اسمعیل خېلو د ابتدائیه محکمې د پرېکړی په اساس پنځو کسانو ته چې په قطاع الطریقۍ، غلا او اخلاقي فساد متهم وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو متهمینو له جملې څخه یو متهم پر پنځه کاله تنفیذي بند او (۳۹)دُرې تعزیري سزا، دویم متهم پر درې کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا، درېیم او څلورم متهمین پر ۸ میاشتې تنفیذي بند او (۳۰) دُرې تعزیري سزا، پنځم متهم پر څلور کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا محکوم شوی و.

د تعزیري سزا دغه حکم د خوست ولایت د اسمعیل خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په انګړ کې په داسی حال کې پر متهمینو تطبیق شو چی د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس، د اسمعیل خېلو ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ ټول ملکي او نظامي منسوبینو حضور درلود.

یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهمینوتطبیق شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

بیا په خبرونو کی