د سترې محکمې اداري معاون: د ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۲۸
د سترې محکمې اداري معاون: د ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او امرینو ته نن سه شنبه (۳۰/۲/۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د یوې غونډې پر مهال اصلاحي بیان کې هدایت وکړ چې د خپلو ټولو ورځنیو چارو د ترسره کولو معیار مو الهي قانون وټاکئ.
محترم شیخ عبدالمالک حقاني صاحب وویل، موږ تاسو ټولو ته د اسلامي امارت په مهم ارګان (ستره محکمه) کې مهم مسؤولیتونه راسپارل شوي چې باید د الهي قوانینو په رڼا کې یې د ښه ترسره کولو په موخه ټولې هڅې وکړو.
شیخ صاحب زیاته کړه، ټول مسلمانان په ځانګړې توګه د اسلامي نظام مسؤولین او کارکوونکي باید له یو بل سره اړیکې، تعاملات، محبت، کرکه او بالآخره خپلې ټولې چارې د الله تعالی د رضاء لپاره ترسره کړي.
د شیخ صاحب په خبره، د ایمان یوه مهمه برخه داده چې مسلمانان د الله تعالی د رضا لپاره له یو بل سره محبت وکړي، که خدای مه کړه مسلمان ورور یې د الهي قانون خلاف عمل ترسره کوي، د الله تعالی د رضا او خپل ایماني مسؤولیت په اساس یې باید مخه ونیسي او خپلې تېروتنې ته یې متوجه کړي.
د سترې محکمې اداري معاون صاحب وویل، د یوه مسلمان لپاره د کامل نجات په موخه کامل ایمان درلودل ضروري او اړین دي او د کامل ایمان ترلاسه کولو په موخه د ایمان په ټولو شعبو عمل دی، ایمان څه باندې ۷۰ شعبې لري چې له جملې یې یوه شعبه د الله تعالی او د هغه د رسول (صلی‌الله علیه وسلم) اطاعت کول دي. 
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست په وړاندیز او د سترې محکمې د عالي مقام په حکم هره میاشت یوه اطلاحي غونډه جوړېږي چې په کې د سترې محکمې د یو تن مسؤول لخوا د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او امرینو ته اصلاحي بیان کېږي او دوی به خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د بغلان او سمنگان د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د بغلان او سمنگان ولايتونو د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس په مشرۍ د چارو د چټکتيا او لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د حقوقو د عمومي رئيس محترم مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ په ۲۲/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتيا او همغږۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۱۶۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر (۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۱۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

بیا په خبرونو کی