د دايکندي ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکل شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۳:۴۵
د دايکندي ولايت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکل شو

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) او د یاد رياست مدرس مولوي عبدالمالک (انقیادي) د هېواد ټولو ولايتونو ته د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد رياست اړونده آمرينو د ټاکلو په موخه سفرونه پيل کړې وو، چې په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دايکندي ولايت د مرافعه محکمې لپاره دعوت او ارشاد برخې ته يو تن د آمر په حيث وټاکل شو.
د دايکندي ولايت لپاره د مرافعې محکمې د رئېس په موافقه د دعوت او ارشاد د آمر ټاکلو په موخه د ۱۷ علماء کرامو څخه آزموينه واخيستل شوه او د آزموينې په پايله کې يو نفر د یادې محکمې د دعوت او ارشاد برخې د آمر په حیث وټاکل شو.
همداراز په دې سفر کې د دعوت او ارشاد رياست د پلاوي له لوري د نظامي او مرافعه محاکمو ټولو غړيو ته اصلاحي وينا وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی