محترم مولوي عبدالله د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس په توګه معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۱:۴۸
محترم مولوي عبدالله د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس په توګه معرفي شو

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالله (حقاني) په ۶/۳/۱۴۴۶هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې.
د نوموړي د معرفت په غونډه کې د یادې ولسوالۍ مرستيال ولسوال مولوي ضیاءالدین، مخکنی رئیس مولوي حاجي ګل (روحاني)، د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جنت میر (متقي)، د سرحد د کمیسارۍ مسؤول مولوي عبیده، د ګمرک رئیس مولوي احرار او قومي مشرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ډنډ پټان ابتدائیه محکمې مفتي مولوي امیر محمد (جواد) ټولو راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه.
د غونډې په دوام مرستيال ولسوال د نظام په اهمیت خبرې وکړې، وروسته د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس نوی ټاکل شوی رئیس د غونډې ګډونوالو ته ور معرفي کړ.
د غونډې په وروستيو کې نوي ټاکل شوي رئیس د قضاء په اهمیت باندې هر اړخيزې او ارزښتناکې خبرې وکړې او غونډه د مخکني رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۹ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۱۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتی په ۲مه نېټه، د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۰۵) دوسیو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی