د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدلیې ریاستونو له رئیسانو او د قضایای امارت له آمر سره د یو شمېر موضوعاتو د حل په موخه، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته يې کړه، چې باید د خلکو دوسیو ته ژر تر ژره رسېدنه وشي، ترڅو د خلکو کارونه د ځنډ او خنډ سره مخ نشي او یاده پروسه په دیانت، امانتدارۍ او په شفافیت ترسره شي.
نوموړي وویل، د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو په اساس باید دوسیې په خپل وخت موږ ته راولېږل شي، تر څو جریان پیدا کړي او د حل او فصل لاره ومومي.
د غونډې په دوام د عدلیې رئیس وویل، موږ ډاډ درکوو، چې دغه ټولو کارونو ته به ژر تر ژره او په شفاف ډول رسېدنه کېږي او ټول کارونه به په همغږۍ ترسره کېږي، تر څو خلک متضرر نشي او د خلکو کارونه ژر تر ژره حل او فصل شي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۳۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۷۵۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي بلخ زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې الحاج مفتي محمد (عمري) او الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول. . .

بیا په خبرونو کی