د کابل ولایت د مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۴۶
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) او د جزا دېوان سرپرست رئیس مولوي عبدالرازق (عدالت) په ډېرو هڅو، ترغیب او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۴/۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.

د قتل په دې پېښه کې چې په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې رامنځته شوې وه؛ د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې يو نارينه او یوه ښځه وژل شوي وو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې مسؤولينو، علماء کرامو، د مدعي او مدعي علیه استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې علماوو د بخښنې او يووالي پر ګټو او ثواب ویناوې وکړې، له قومي مشرانو څخه یې د ګډون له امله مننه وکړه او ګډونوالو ته يې نېکې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په دوام د مدعي او د مدعي علیه استازو او قومي مشرانو د مقتولینو له وارثينو د بخښنې غوښتنه وکړه او د غونډې ګډونوالو هم د مقتولینو وارثین بخښنې ته وهڅول.

 په پای کې د مقتولینو وارثينو د قاتل کورنۍ ته بخښنه وکړه او دواړه لوريو د محاکمو له هڅو ډېره خوښي څرګنده کړه او د محاکمو له مسؤولينو يې مننه وکړه.

غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

بیا په خبرونو کی