د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست مؤظفو پلاوو په شاوخوا یوه کال کې د هېواد ۲۸ ولایتونو ته رسمي سفرونه کړي
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست مؤظفو پلاوو د یاد ریاست د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په هدایت د حقوقو ریاست اړوند ولایتي ادارو د خالي بستونو لپاره د وړ او مسلکي کسانو د جذب او ګمارنې په موخه په شاوخوا یوه کال کې (۱۰/۱/۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۵/۳/۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې د هېواد ۲۸ ولایتونو ته رسمي سفرونه ترسره کړي دي.
د حقوقو عمومي ریاست پلاوو د هېواد ۲۸ ولایتونو ته د سفر پر مهال د مرافعه محاکمو د رئیسانو په همغږۍ او همکارۍ د حقوقو امریتونو او مدیریتونو ته د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو د ازاد رقابت له لارې ازموینې اخیستې او د دوی له ډلې یې ممتاز او وړ کسان په خالي بستونو کې په دندو ګمارلي دي.
دغه راز د حقوقو عمومي ریاست پلاوو یادو ولایتونو ته د سفرونو پر مهال د حقوقو امرینو، مدیرانو او مسلکي غړو ته د اداري کارونو د بهبود او چټکتیا په موخه ځانګړي روزنیز سیمینارونه هم ورکړي او د سفرونو دا لړۍ تر اوسه دوام لري.