د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۸۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۱:۱۶
د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې (۸۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلور زونونو په دوو اونيو کې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې د ۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه څخه تر ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۷۶۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۲۹) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۳) دوسیې فیصله شوې،(۴۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۲۵) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۲) دوسیې فیصله شوې،(۴۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۴۶) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۴) دوسیې فیصله شوې،(۲۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی