د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۲۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۲۳
د کابل د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۲۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې د  ۱۶ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۳۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۴۱) دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۳۹) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی