د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره ناسته وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۱
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو سره ناسته وکړه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په ۸/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضائي او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د خبرو په دوام يې قضاتو ته وویل، خپلې ورځنۍ قضائي چارې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره ترسره کړئ او له مراجعینو سره نېک او اصولي چلند وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، الحمدلله د پکتیا ولایت د محاکمو ټول قضائي غړي د ښو تجربو خاوندان دي؛ د محاکمو اړوند ټولې چارې په ښه ډول روانې دي، درانه قضات په همغږۍ خپل کارونه ترسره کوي او د اړتیا پر مهال له یو بل سره همکار وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس وویل، موږ ته نه ښايي چې خپل وخت بې‌ځایه او عبث تېر کړو، د اسلامي نظام لپاره باید ستړیاوې او مشقتونه پر خپل ځان تېر کړو، د خپلو کړنو په ذریعه اسلامي نظام ته نور هم قوت او طاقت ورکړو او د مشرانو اطاعت وکړو.
 د پکتیا ولایت مرافعه محکمې رئيس ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته جدي توصیه وکړه چې خپلې دندې ته پر ټاکلي وخت راځئ او په ټاکلي وخت سره ځئ او له کوم شرعي عذر پرته غیر حاضري مه کوئ.
ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی