د کندهار، هلمند او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۸
د کندهار، هلمند او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، هلمند او تخار ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱/ ۴ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د کندهار، هلمند او تخار ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۷۵۷) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۵۸۹) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۷۵۱) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۹۵) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۳۲۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د کندهار، هلمند او تخار ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۲۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۹) دوسيې تطبيق شوې، (۹) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۶) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۶۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی