د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د يو شمېر موضوعاتو د حل په موخه غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۴۰
د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د يو شمېر موضوعاتو د حل په موخه غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، نظامي قطعې قوماندان او ټولو اداري کارکوونکو په ګډون په ۱/ ۴ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د يو شمېر موضوعاتو په اړه غونډه وشوه.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مولوي محمدالرحیم (نعماني) وینا وکړه، د انسان خلقت د موخې، د الله تعالی اوامرو ته غاړه اېښودلو، همغږۍ، اجراآتو پر خپل وخت سرته رسولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په دوام مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وویل، موږ او تاسو باید عدل تأمین کړو؛ ځکه د ټولو خلکو  سترګې اسلامي امارت، په ځانګړې توګه محاکمو ته دي، که چېرته موږ او ستاسو عدل ونکړو؛ نو په ورځ د محشر به د الله تعالی پر وړاندې سرټیټي وو؛ ځکه موږ او تاسو په یو سپېڅلي نظام کې کار کوو، له دې سره خیانت په دنیا او اخیرت کې د رسوایۍ باعث ګرځي.
نوموړي زیاته کړه، کله چې خپلې مقدسې دندې ته راځو، باید د جهاد په نیت راشو، موږ اوتاسو باید د رسول کریم (صلی الله علیه وسلم) په ټوله معنی سره اتباع وکړو، له خلکو سره ښه اخلاق وکړو، د افراط او تفریط څخه ځان وساتو، په اداره کې باید خپلولي، قومیت، دښمنۍ او دوستۍ ته ځای ورنکړو، د وخت پابندي وکړو او د ډېرو رخصتيو څخه باید ډډه وکړو؛ ځکه چه موږ او تاسو پورې د خلکو ډېرې چارې تړلې دي.
 دغه راز د مرافعه محکمې رئيس وویل، د بندیانو موضوعاتو ته باید لومړيتوب ورکړو؛ ځکه څوک باید بې ځایه متضرر نشي. 
 غونډه د ښاري ابتدائبه محکمې عامه امنیت عامه دېوان رئیس محمدالکریم (نسمي) په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۴:۱۱
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غزني ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې مشري یې مولوي حبیب الله (حبیب) کوله؛ مولوي عبدالله (ذکي) او مولوي امدادالله (حنفي) يې غړيتوب درلود، د روان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي موسی کليم (برهاني) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو د مسؤولينو ترمنځ د يو شمېر موضوعاتو د حل په موخه غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبیدالله (خالد)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، نظامي قطعې قوماندان او ټولو اداري. . .

بیا په خبرونو کی